سورت غافر، آیت 22

40:22

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ كَانَت تَّأۡتِيهِمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَكَفَرُواْ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ قَوِيّٞ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ ٢٢

40-22 دغه په دې سبب چې یقینًا دوى داسې وو چې دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړل، نو (بیا هم) دوى كافران شول، نو الله دوى ونیول، بېشكه هغه، ډېر زورور، ډېر سخت عذاب والا دى

تفسیر

دغه عذاب چې هغوی ته ورسېدلو، يوازې د دې له امله چې هغوی ته د الله له لوري له څرګندو نښانو او ښکاره دلايلو سره يې رسولان راغلل، خو هغوی په الله کفر وکړ او د هغه رسولان يې درواغجن وګڼل، سره له دې چې هغوی پياوړي وو خو الله راونيول او تباه يې کړل، له شک پرته هغه سپېڅلی ذات پياوړی او د هغه چا لپاره د سختې سزا ورکوونکی دی چا چې کفر پرې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي.