سورت التوبة، آیت 95

9:95

سَيَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمۡ إِذَا ٱنقَلَبۡتُمۡ إِلَيۡهِمۡ لِتُعۡرِضُواْ عَنۡهُمۡۖ فَأَعۡرِضُواْ عَنۡهُمۡۖ إِنَّهُمۡ رِجۡسٞۖ وَمَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ ٩٥

9-95 یقینًا دوى به تاسو ته پر الله قسمونه خوري، كله چې تاسو دوى ته واپس راشئ، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، نو تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، بېشكه دوى پلیت دي، او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول

تفسیر

دغه وروسته پاتې کېدونکي به د خپلو باطلو عذرونو د تاکيد لپاره پر الله لوړې کوي کله چې تاسو راوګرځئ ای مؤمنانو! تر څو د هغوی له ملامتولو او هغوی ته د پېغور ورکولو څخه لاس په سر شئ، هغوی د غوسه کوونکي د پرېښودو غوندې پرېږدئ او ترې لرې شئ، بېشکه هغوی پليتۍ دي باطني چټلتياوې دي، د ورتلو ځای يې دوزخ دی، د هغوی د کړي نفاق او ګناهونو بدله ده.