سورت الشعراء، آیت 24

26:24

قَالَ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ ٢٤

26-24 هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ

تفسیر

موسی، فرعون ته د ځواب ويونکي په توګه وويل: د مخلوقاتو پالونکی، د آسمانونو، زمکې او څه چې د هغوی تر منځ دي د هغو پالونکی دی، که چېرې تاسو باور کوونکي ياست چې هغه يې پالونکی دی؛ نو يوازې هغه ولمانځئ.