وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمۡ رَبُّكُم مِّنۡ أَزۡوَٰجِكُمۚ بَلۡ أَنتُمۡ قَوۡمٌ عَادُونَ ١٦٦
26-166 او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ
تفسیر
او هغه څه پرېږدئ چې الله ستاسو د شهوتونو د پوره کولو لپاره پيداکړي دي چې هغه ستاسو د مېرمنو شرمځايونه دي؟! بلکې تاسو د الله له پولو په دغه ناوړه نابلده کار اوښتونکي ياست.