سورت الشعراء، آیت 155

26:155

قَالَ هَٰذِهِۦ نَاقَةٞ لَّهَا شِرۡبٞ وَلَكُمۡ شِرۡبُ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ ١٥٥

26-155 او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى

تفسیر

هغوی ته صالح -په داسې حال کې چې الله هغه ته نښانه ورکړې وه، چې هغه يوه اوښه وه، الله له لويې ډبرې را اېستلې وه -وويل: دغه اوښه ده چې ليدل کيږي او لمس کيږي، هغې لره د اوبو خپله برخه ده او تاسو لره ټاکلې برخه ده، ستاسو په برخه کې هغه اوبه نه څښي او تاسو په هغه ورځ اوبه نه څښئ چې د هغې برخه ده.