فَلَا تَعۡلَمُ نَفۡسٞ مَّآ أُخۡفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعۡيُنٖ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ١٧
32-17 نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي نه، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول
تفسیر
نو هیچا ته ندي معلوم هغه څه چې الله تعالی د دوی د سترګو یخېدو لپاره دوی ته چمتو کړي، لدې کبله چې کومې نېکې کړنې دوی په دنیا کې تر سره کولې، نو دا داسې بدله ده چې د ستروالي له کبله یې له الله پرته هېڅوک نشي راګېرولی.