تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتُجَٰهِدُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمۡوَٰلِكُمۡ وَأَنفُسِكُمۡۚ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ ١١
61-11 تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان لرئ او د الله په لاره كې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ
تفسیر
دغه ګټوره سوداګري داده چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او د هغه پاک په لارکې د خپلو مالونو په لګولو او ځانونو په قربانولو سره د هغه د رضا لټولو لپاره جهاد کوئ، دغه ياد شوی عمل ستاسو لپاره غوره دی که چېرې تاسې پوهېږئ، نو بيړه وروکړئ.