بِنَصۡرِ ٱللَّهِۚ يَنصُرُ مَن يَشَآءُۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ٥
30-5 د الله په مدد، هغه مدد كوي چا ته چې وغواړي او همغه ښه غالب، ښه مهربان دى
تفسیر
رومیانو ته د الله په مرسته ځکه خوشالېږي چې دوی اهل کتاب دي، الله مرسته کوي چا ته چې وغواړي د چا په مقابل کې چې وغواړي، او هغه برلاسی دی چې څوک پرې نشي برلاسی کېدلای، په مومنو بندګانو مهربان دی.