سورت الرحمن، آیت 7

55:7

وَٱلسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ ٱلۡمِيزَانَ ٧

55-7 او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده

تفسیر

او پر ځمکه سربېره يې آسمان د ځمکې لپاره د چت په توګه پورته کړی، او په ځمکه کې يې عدالت ثابت کړی، او خپلو بندګانو ته يې د هغه امر کړی دی.