وَلِمَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ جَنَّتَانِ ٤٦
55-46 او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي
تفسیر
او د هغه چا لپاره چې په آخرت کې د خپل پالونکي په وړاندې له درېدلو ډاريږي؛ نو ايمان يې راوړی او نېک عمل يې کړی، دوه جنتونه دي.