سورت النساء، آیت 87

4:87

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ لَيَجۡمَعَنَّكُمۡ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ لَا رَيۡبَ فِيهِۗ وَمَنۡ أَصۡدَقُ مِنَ ٱللَّهِ حَدِيثٗا ٨٧

4-87 الله (چې دى)، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر يواځې هم دى دى، هغه به تاسو خامخا د قیامت ورځې ته راجمع كړي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته او له الله نه په خبره كې ډېر رښتینى څوك دى؟

تفسیر

الله تعالی دی نشته بل څوک لایق د عبادت په حق سره پغیر د هغه څخه، خامخا راغونډ به کړي اول او اخر ستاسې په ورځ د قیامت هغه ورځ چې هیڅ شک پکې نشته؛ لپاره د بدلې درکولو ستاسو په عملونو باندې، او نشته هیڅوک ریښتیا وینا کوونکی د الله تعالی څخه.