أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبٗا مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ يَشۡتَرُونَ ٱلضَّلَٰلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّواْ ٱلسَّبِيلَ ٤٤
4-44 ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي (د هغوى په حال نه یئ خبر شوي) چې هغوى ته څه حصه له كتابه وركړى شوې ده، چې هغوى ګمراهي اخلي او غواړي چې تاسو (هم حقه) لاره وركه كړئ
تفسیر
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د یهودو د کار نه هغه چې الله تعالی ورته د تورات د علم څخه څه برخه ورکړی ده، بدلوي (اخلي) ګمراهي په هدایت باندې، او دوی ستاسو په ګمراه کولو باندې هم حرص کوونکي دي -ای مومنانو- د سمې لارې څخه هغه چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی؛ د دې لپاره چې تاسو د هغوی په کږې لاره روان شئ؟!.