وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدۡخِلُهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٗاۚ وَمَنۡ أَصۡدَقُ مِنَ ٱللَّهِ قِيلٗا ١٢٢
4-122 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر ده چې مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې ولِې بهیږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، (دا) د الله حقه وعده ده او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟!
تفسیر
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او نیک عملونه یې کړي دي چې نزدې کوونکي دي الله تعالی ته، خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره جنتونو ته چې بهیږې به ویالې (نهرونه) د هغې د ماڼیو لاندې، همیشه اوسیدونکي به وي دوی په هغې کې همیشه، وعده د الله تعالی له طرفه، او د هغه لوی ذات وعده حق وي، نو پس هغه خلاف نه کوي د وعدې، او نشته هیڅوک ډیر ریښتوني د الله تعالی څخه په وینا کې.