سورت النصر، آیت 1

110:1

إِذَا جَآءَ نَصۡرُ ٱللَّهِ وَٱلۡفَتۡحُ ١

110-1 كله چې د الله مدد راشي او فتح

تفسیر

اې رسوله! کله چې ستا د دين لپاره د الله مرسته او د هغه له لوري يې درناوی راشي او د مکې فتحه پېښه شي.