سورت النمل، آیت 8

27:8

فَلَمَّا جَآءَهَا نُودِيَ أَنۢ بُورِكَ مَن فِي ٱلنَّارِ وَمَنۡ حَوۡلَهَا وَسُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٨

27-8 نو كله چې دى هغه (اور) ته راغى، اواز وكړى شو، داسې چې بركتي كړى شوى دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې د ده (اور) چاپېره دى او پاكي ده الله ته چې رب العلمین دى

تفسیر

کله چې د اور هغه ځای ته ور ورسېدی چې ليدلی يې و؛ نو الله آواز ورته وکړ: چې برکت ورکړل شوی دی هغه چاته چې په اور کې دی او هغه پرېښتې چې تر اور چاپېره دي، د مخلوقاتو پالونکي لره لويي ده او له هغو صفاتو پاک دی چې وړ يې نه دي او لار ورکي يې ورته بيانوي.