أَلَمۡ يَرَوۡاْ إِلَى ٱلطَّيۡرِ مُسَخَّرَٰتٖ فِي جَوِّ ٱلسَّمَآءِ مَا يُمۡسِكُهُنَّ إِلَّا ٱللَّهُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ ٧٩
16-79 ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مُسَخَّر شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دغو (څيزونو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي
تفسیر
آیا دا مشرکان نه ګوري مرغانو ته چې تابع کړی شوي او تیار کړی شوي د الوتلو لپاره په هوا کې د هغو وزرونو او نرمې هوا په وجه چې الله تعالی دوی ته ورکړي، او الله تعالی دوی ته ښودنه کړې د راټولولو د خپلو وزرونو او د هغې د غوړولو، نه ټینګوي دوی لره په هوا کې د راغورځيدلو نه مګر یواځې الله تعالی قادر ذات، یقینا خامخا په دې تابع کیدلو او راټینګولو کې د راغورځیدلو نه دلیلونه دي د عبرت د هغه قوم لپاره چې په الله تعالی ایمان لري؛ ځکه چې هم دوی هغه کسان دي چې په دلیلونو او عبرتونو فایده اخلي.