قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلۡتُ مِنۡهُمۡ نَفۡسٗا فَأَخَافُ أَن يَقۡتُلُونِ ٣٣
28-33 ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه ما له دوى نه یو نفس وژلى دى، نو زه وېرېږم چې دوى به ما ووژني
تفسیر
موسی خپل پالونکي ته په توسل کولو سره وويل: بېشکه ما له هغوی يو تن وژلی؛ نو وېرېږم که زه د هغه څه د رسولو لپاره هغوی ته ورشم چې پرې لېږل شوی يم هغوی به مې د هغه تن له امله ووژني.