سورت القصص، آیت 22

28:22

وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلۡقَآءَ مَدۡيَنَ قَالَ عَسَىٰ رَبِّيٓ أَن يَهۡدِيَنِي سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ ٢٢

28-22 او كله چې يې د مدین په طرف مخه كړه، ويې ويل:امېد دى چې زما رب به ما ته نېغه لار راوښيي

تفسیر

کله چې هغه د مدين په لوري وخوځېدی ويې ويل: هیله ده چې پالونکی مې ماته داسې د خير لار وښيي، چې ترې لار ورکی نه شم.