سورت القمر، آیت 10

54:10

فَدَعَا رَبَّهُۥٓ أَنِّي مَغۡلُوبٞ فَٱنتَصِرۡ ١٠

54-10 نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله

تفسیر

نو نوح خپل پالونکی په دې ويلو راوبللو: بېشکه زما قوم پر ما برلاسی شو، او زما خبره يې ونه منله، نو له هغوی څخه په داسې عذاب غچ راته واخله چې پرې نازل شي.