فَٱصۡبِرۡ لِحُكۡمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُن كَصَاحِبِ ٱلۡحُوتِ إِذۡ نَادَىٰ وَهُوَ مَكۡظُومٞ ٤٨
68-48 نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و
تفسیر
اې رسوله! صبر کوه د هغه څه لپاره چې د مهلت په ورکولو ستا پالونکی کومه پرېکړه کوي، اوله خپل قومه په تنګۍ کې د ماهي (کب) والا يونس عليه السلام غوندې مه کېږه؛ کله يې چې خپل پالونکی را وبللو په داسې حال کې د درياب په تيارو او د ماهي د خېټې په تيارو کې غمګين و.