إِنَّ هَٰذِهِۦ تَذۡكِرَةٞۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًا ١٩
73-19 بېشكه دا (ایتونه) نصیحت (او پند) دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب ته تلونكې لاره غوره كړي، (نو غوره دې كړي)
تفسیر
پرته له شکه دغه نصيحت چې د هغه څه پر بيان مشتمل دی چې د قيامت په ورځ به کوم بد حالت او سختي وي دا يو پند دی چې مؤمنان ترې ګټه پورته کوي، نو څوک چې د خپل پالونکي لوري ته د رسوونکې لارې غوره کوونکی وو هغه غوره کړه.