ٱتَّخَذُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُمۡ جُنَّةٗ فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَهُمۡ عَذَابٞ مُّهِينٞ ١٦
58-16 دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى (خلق) د الله له لارې نه منع كړل، نو د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى
تفسیر
هغوی خپلې هغه لوړې چې کوي يې د خپل کفر له امله له وژلو څخه ډال ګرځولې دي، داسې چې پر هغو يې اسلام ښکاره کړی تر څو يې وينې او مالونه خوندي کړي، نو خلک يې له حقه ګرځولي ځکه په هغو کې د مسلمانانو لپاره سپکاوی او ایسارول دي له هغه څه چې غواړي یې، نو د هغوی لپاره داسې سپکوونکی عذاب دی چې سپکوي او ذليلوي به يې.