ٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ وَأَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ٩٨
5-98 تاسو پوه شئ چې بېشكه الله سخت عذاب والا دى او دا چې بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
تفسیر
پوهه شئ –ای خلکو-! بیشکه الله تعالی سختې سزا والا دی هغه چا لره چې نافرماني یي وکړي، او بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه ورته وباسي، مهربانه دی په دې باندې.