سورت الليل، آیت 5

92:5

فَأَمَّا مَنۡ أَعۡطَىٰ وَٱتَّقَىٰ ٥

92-5 نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي

تفسیر

او چا چې هغه څه ورکړل چې لګول يې لازم دي؛ لکه زکات، خيرات او کفاره، او له هغه څه يې ځان وساتلو چې الله ترې منع کړی دی.