سورت الكهف، آیت 93

18:93

حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ بَيۡنَ ٱلسَّدَّيۡنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوۡمٗا لَّا يَكَادُونَ يَفۡقَهُونَ قَوۡلٗا ٩٣

18-93 تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (،نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) پر خبره پوه شي

تفسیر

او روان وو تر دې چې ورسېده یو کنډو ته په منځ د دوو غرونو کې نو وئې مونده د دې دواړو په خوا کې داسې یو قوم چې نږدې نه و چې د بل چا په خبرو پوهه شوی وی.