۞ قَالَ أَلَمۡ أَقُل لَّكَ إِنَّكَ لَن تَسۡتَطِيعَ مَعِيَ صَبۡرٗا ٧٥
18-75 هغه (خضر) وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره د صبر كولو طاقت بېخي ونه كړى شې
تفسیر
خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: یقینا ما تا ته ویلي وو: ته چې یې-ای موسی- طاقت نه لرې ما سره د صبر کولو په هغو کارونو چې زه ئې کوم.