سورت الكهف، آیت 53

18:53

وَرَءَا ٱلۡمُجۡرِمُونَ ٱلنَّارَ فَظَنُّوٓاْ أَنَّهُم مُّوَاقِعُوهَا وَلَمۡ يَجِدُواْ عَنۡهَا مَصۡرِفٗا ٥٣

18-53 او مجرمان به اور وویني، نو یقین به وكړي چې بېشكه دوى په دغه (اور) كې غورځېدونكي دي او دوى به له دغه (اور) نه د په څنګ كېدلو ځاى ونه مومي

تفسیر

او وبه ویني مشرکان اور د جهنم، نو دوی یقین وکړ پوره یقین چې دوی خامخا غورځیدونکي دي په دې اور کې، او بیا به نه مومي دوی د دې نه بل ځای چې دوی ورته وروګرځي.