وَلَوۡلَآ إِذۡ دَخَلۡتَ جَنَّتَكَ قُلۡتَ مَا شَآءَ ٱللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِٱللَّهِۚ إِن تَرَنِ أَنَا۠ أَقَلَّ مِنكَ مَالٗا وَوَلَدٗا ٣٩
18-39 او كله چې تهٔ خپل باغ ته داخل شوې تا ولې ونه ویل چې مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړي، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې
تفسیر
او کله چې دې باغ ته ننوتلې ولې دې ونه ويل: ماشاء الله له الله پرته هيچا لره ځواک نشته، همغه دی چې څه وغواړي کوي يې او هغه پياوړی دی، که مې تر ځان بې وزله او د کم اولاد والا وينې.