سورت الإنشقاق، آیت 8

84:8

فَسَوۡفَ يُحَاسَبُ حِسَابٗا يَسِيرٗا ٨

84-8 نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب

تفسیر

نو ژر ده چې الله به له هغه سره اسانه حساب وکړي داسې چې عمل به يې پرته له مواخذې پرې وړاندې کړي.