قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَٰمٞ وَقَدۡ بَلَغَنِيَ ٱلۡكِبَرُ وَٱمۡرَأَتِي عَاقِرٞۖ قَالَ كَذَٰلِكَ ٱللَّهُ يَفۡعَلُ مَا يَشَآءُ ٤٠
3-40 ويې ويل:اى زما ربه! ما لره به هلك څنګه كېږي، حال دا چې په ما باندې بوډا والى (زوړ والى) راغلى دى او زما ښځه شنډه ده؟! هغه وویل: همداسې الله كوي څه چې وغواړي
تفسیر
کله چې ملائکې پر زکریا د یحیی زېری وکړ هغه مهال یې وویل : ای ربه! څرنګه به زما بچې وي پس له دې چې زه بوډا شوم، او میرمن مې شنډه ده بچی نه راوړي! الله تعالی د ده د وینا په ځواب کې وویل: د یحیی علیه السلام د پېدایښت مثال ستا د زیات عمر او ستا د مېرمنې د شنډوالي سره داسې دی لکه د الله تعالی پېدایښت هر شي لره چې وغواړي د عادت خلاف پېدا کړي؛ ځکه چې الله تعالی په هر شي واکمن دی، څه چې وغواړي په خپله ځېرکتیا او پوهه یې کوي.