سورت آل عمران، آیت 173

3:173

ٱلَّذِينَ قَالَ لَهُمُ ٱلنَّاسُ إِنَّ ٱلنَّاسَ قَدۡ جَمَعُواْ لَكُمۡ فَٱخۡشَوۡهُمۡ فَزَادَهُمۡ إِيمَٰنٗا وَقَالُواْ حَسۡبُنَا ٱللَّهُ وَنِعۡمَ ٱلۡوَكِيلُ ١٧٣

3-173 (دوى) هغه كسان دي چې دوى ته (ځینو) خلقو وویل: بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل:زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى

تفسیر

هغه کسان چې ځینې مشرکانو ورته وویل: بیشکه قریشو د ابو سفیان په مشرۍ ستاسو خلاف خلک راټول کړي ستاسو د جنګ لپاره او ستاسو د ختمولو لپاره، نو تاسو له هغوی څخه وویریږئ او د هغوی سره د مخامخ کیدو څخه ځان وساتئ، نو بس زیات کړو دوی لره دې خبرې او ویرې ورکولو په الله تعالی تصدیق او د هغه په وعدو باندې یقین، نو بس د هغوی ملاقات ته ورووتل او ویل یې: الله تعالی مونږ لره کافي دی، او هغه غوره د هغه چا نه دی چې مونږ ورته خپل کارونه وسپارو.