لِيَقۡطَعَ طَرَفٗا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَوۡ يَكۡبِتَهُمۡ فَيَنقَلِبُواْ خَآئِبِينَ ١٢٧
3-127 لپاره د دې چې هغه هلاك كړي یو ټولى د هغو كسانو چې كفر يې كړى دى، یا يې ذلیله (خواروزار) كړي، پس چې بېرته محرومه، نامراده لاړ شي
تفسیر
دا غلبه چې د بدر په غزا کې تاسو ته الله تعالی درکړه پدې سره الله تعالی غوښتل چې هلاکه کړي یوه ډله د هغو کسانو څخه چې کفر یې کړی؛ په قتل سره، او ذلیله کړي بله ډله د کافرانو، او غوصه کړي دوی په ناکامۍ د دوی سره، نو پس واپس به شي مکې ته په ناکامۍ او ذلت سره.