سورت آل عمران، آیت 100

3:100

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن تُطِيعُواْ فَرِيقٗا مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ يَرُدُّوكُم بَعۡدَ إِيمَٰنِكُمۡ كَٰفِرِينَ ١٠٠

3-100 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو په اهلِ كتابو كې د یوې ډلې خبره ومنئ (،نو) هغه به تاسو لره ستاسو له ایمان راوړو نه پس بیا كافران كړي

تفسیر

اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، که چېرې تاسو د یوې ډلې د اهل کتابو (یهودو او نصارو) تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې دوی یې وايي او تاسو د هغوی رایه چې پرې باور لري، ومنئ؛ تاسې به له ایمان څخه وروسته بېرته کفر ته ستانه کړي، ځکه چې په دوی کې کېنه او ګمراهي ده.