سورت الفرقان، آیت 62

25:62

وَهُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ خِلۡفَةٗ لِّمَنۡ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوۡ أَرَادَ شُكُورٗا ٦٢

25-62 او دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي

تفسیر

او الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ يې يو په بل پسې راتلونکي او د يو بل ځای ناستي ګرځولي دي، د هغه چا لپاره چې غواړي د الله له نښانو پند واخلي؛ نو لار ومومي، او يا د هغه چا لپاره چې د هغه پر نعمتونو شکر اېستل غواړي.