سورت الفتح، آیت 7

48:7

وَلِلَّهِ جُنُودُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ٧

48-7 او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله له ازله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

تفسیر

او الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي له بندګانو يې چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت د خپل مخلوق ، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی.