سورت الأعراف، آیت 8

7:8

وَٱلۡوَزۡنُ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡحَقُّۚ فَمَن ثَقُلَتۡ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ ٨

7-8 او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې درانه وختل، نو همدغه خلق كامیاب دي

تفسیر

او د عملونو تلل به د قیامت په ورځ په عدل سره وي هغه عدل چې هیڅ زیاتی او ظلم ورسره نه وي، نو د چاچې درنده وختله تله د نیکیو د بدیو په تلې باندې د تول په وخت کې نو خاص همدا هغه کسان دي چې کامیاب شوي په خپل مقصد باندې، او بچ پاتې شوي د هغه څه نه چې ویره ترې کیدلی شي.