سورت الأعراف، آیت 58

7:58

وَٱلۡبَلَدُ ٱلطَّيِّبُ يَخۡرُجُ نَبَاتُهُۥ بِإِذۡنِ رَبِّهِۦۖ وَٱلَّذِي خَبُثَ لَا يَخۡرُجُ إِلَّا نَكِدٗاۚ كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ ٱلۡأٓيَٰتِ لِقَوۡمٖ يَشۡكُرُونَ ٥٨

7-58 او پاكیزه ښار، د هغې زرغونه د خپل رب په حكم سره راوځي او هغه (ځمكه) چې خرابه (ښوره) وي (د هغې زرغونه) نه راوځي مګر ناقصه، همدارنګه مونږ ایتونه بیا، بیا بیانوو د هغه قوم لپاره چې شكر وباسي

تفسیر

او پاکه ځمکه راوباسي خپل بوټي د الله تعالی په حکم سره په پوره او ښایسته راویستلو، او همداسې مومن هم دی د پند خبرې اوري نو فایده پرې حاصلوي، نو په نتیجه کې یې نیک عمل کوي، او ښوره ناکه مالګینه ځمکه نه راوباسي خپلو بوټو لره مګر په سختۍ سره چې هیڅ خیر پکې نه وي، او همداسې کافر هم دی چې د پند او نصیحت نه فایده نه اخلي، نو هغه په نتیجه کې نیک عمل نه کوي چې فایده ورته ورسوي، د دې نا اشنا مختلف بیان په شان مونږ معجزې او دلیلونه د حق د ثبوت لپاره بیانوو د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی د نعمتونو شکر وباسي، نو په هغې ناشکري نه کوي، او د خپل رب تابعداري کوي.