لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٞ وَمِن فَوۡقِهِمۡ غَوَاشٖۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلظَّٰلِمِينَ ٤١
7-41 د دوى لپاره له جهنم څخه فرش دى او د دوى له پاسه به (د اور) اغوستنى وي او همدارنګه مونږ ظالمانو ته سزا وركوو
تفسیر
د دې دروغجنانو او لویې کوونکو لپاره به د جهنم نه فرش وي چې هغوی به یې غوړوي، او د دوی لپاره به د بره پردې وي د اور، او د دې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکي وي په کفر کولو سره په الله تعالی باندې او په مخ اړولو سره د هغه نه.