وَلُوطًا إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِۦٓ إِنَّكُمۡ لَتَأۡتُونَ ٱلۡفَٰحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنۡ أَحَدٖ مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢٨
29-28 او (یاده كړه قصه د) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: بېشكه تاسو یقینًا غټه بدكاري كوئ، چې په عالمونو كې هیڅوك دې ته له تاسو نه ړومبى شوي نه دي
تفسیر
ای رسوله! در په ياد کړه لوط چې کله يې خپل قوم ته وويل: تاسو داسې يوه ناوړه ګناه کوئ چې له تاسو مخکې په مخلوقاتو کې هيچا نه وه ترسره کړې؛ نو تاسو لومړني هغه څوک ياست چې دغه ګناه مو رامنځته کړې ده چې روغ فطرت ترې نفرت کوي.