ٱلۡـَٰٔنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمۡ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمۡ ضَعۡفٗاۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّاْئَةٞ صَابِرَةٞ يَغۡلِبُواْ مِاْئَتَيۡنِۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمۡ أَلۡفٞ يَغۡلِبُوٓاْ أَلۡفَيۡنِ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ ٦٦
8-66 اوس الله پر تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (،نو) پر دوه سوه به غالبه شي او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (،نو) پر دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى
تفسیر
اوس الله درڅخه پیټی سپک کړ -ای مومنانو- د هغې کمزورۍ له امله چې په تاسې کې ده، نو پر تاسو یې د مهربانۍ له مخې درڅخه پیټی سپک کړ، نو ویې منله چې ستاسو څخه یو تن دې د لسو پر ځای د دوو کافرو په وړاندې وجنګیږي، که چېرته ستاسو څخه سل تنه صبرکوونکي جنګیالي وي دوی به پر دوه سوو برلاسي شي او که چیرته ستاسو څخه زر صابره وي نو د الله جل جلاله په امر به په دوه زرو برلاسي شي، او الله جل جلاله په ملاتړ او مرستې کې د خپلو صابره مؤمنو بندګانو ملګری دی.