سورت الأنبياء، آیت 94

21:94

فَمَن يَعۡمَلۡ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَلَا كُفۡرَانَ لِسَعۡيِهِۦ وَإِنَّا لَهُۥ كَٰتِبُونَ ٩٤

21-94 نو هغه څوك چې د نېكۍ عملونه كوي، په دې حال كې چې مومن وي، نو د ده د كوشش لپاره هېڅ ناقدري نشته او بېشكه مونږ د دغه (كوشش) لیكونكي یو

تفسیر

نو د دوی څخه چې چا نېک عملونه وکړل او حال دا چې دې ایمان لرونکی و په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو او په ورځ وروستنۍ (د اخرت ورځ) نو د ده د نیک عمل به بې قدرې نشي کېدلی، بلکې الله تعالی به د ده دا عمل قبلوي او ثواب به ورله څو چنده کوي، او دې به خپل عمل د قیامت په ورځ په خپله عمل نامه کې بیامومي، نو په دې به خوشحاله شي.