سورت الأنبياء، آیت 13

21:13

لَا تَرۡكُضُواْ وَٱرۡجِعُوٓاْ إِلَىٰ مَآ أُتۡرِفۡتُمۡ فِيهِ وَمَسَٰكِنِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تُسۡـَٔلُونَ ١٣

21-13 تاسو مه تښتئ، او واپس لاړ شئ هغو (نعمتونو) ته چې تاسو ته په هغو كې خوشحالي دركړى شوې وه او خپلو كورونو ته، د دې لپاره چې له تاسو نه پوښتنه وكړى شي

تفسیر

نو دوی ته به د مسخرې په ډول اواز وکړی شي: منډې مه وهئ، او وګرځئ هغه څه ته چې تاسې پکې وئ د مزو اخېستلو نه ستاسې په نعمتونو باندې، او خپلو کورونو ته؛ شاېد چې ستاسې نه ستاسې د دنیا باره کې څه پوښتنه وکړی شي.